امنیت

په خوست کې په دوو تنو بهرنيو خبريالانو ځانمرګي بريد .

کابل باختر د ورى  پنځلسمه :
يوه الماني ښځينه عکاسه  په خوست ولايت کې دپوليسو ديوه افسر دډزو له امله ووژل شوه .
په دې بريد کې چې نن سهار دتڼيو  په ولسوالۍ کې وشوه يوه کاناډايي  ښځينه خبرياله ټپي شوه
دغه خبريالې او عکاسې داسوشيتدپرس  خبري اژانس ته کار کاوه
په دې بريد کې ټپي خبرياله په خوست کې روغتون ته ليږدول شوې ده
دخوست دوالي ويندوى محمد مبارز ځدران دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييدکړه اوويې  ويل چې امنيتي مامورينو يرغلګر افسر نيولى دى .  دغه خبريالان دانتخاباتو دبهير دپوښښ لپاره خوست ته تللي دي چې ډزې پرې وشوې .
  يرغلګر افسر نقيب الله نوميږي او دتڼيوپه ولسوالۍ کې دبلوک قوماندان دى .
تراوسه پورې ددغه بريد انګيزه نه ده روښانه شوې .
دخوست ولايت سيمه ئيزو مسوولينوهم ددې احتمال چې دغه يرغلګر افسر له تروريستي ډلو سره اړېکې لرلې اويا څنګه رد اويا تاييد نه کړ .  دخوست دوالي ويندوى وايي چې په دې باب  تحقيقات پيل شوي دي
په همدې حال کې افغان خبريال نشان الدين آهنګر چې په خوست کې اسوشيتدپرس ته کار کوي هم دغه پيښه تاييدکړه .
دښاغلي آهنګر دڅرګندونو له مخې په دې بريد کې داسوشيتد پرس دخبري اژانس الماني عکاسه اميا وژل شوې او ددغې بهرني رسني کاناډايي خبرياله ګيتي ټپي شوې ده.
دڅه ناڅه يوې مياشتې په بهير کې دادريمه خبرياله ده چې په افغانستان کې وژل کيږي .
مخکې له دې يو سويدني خبريال دکابل ښار دوزير محمد اکبرخان په سيمه کې ديرغلګرو په بريد کې ووژل شو اوله هغه وروسته افغان خبريال سردار احمد چې فرانسپرس  ته يې کار کاوه له خپلې ميرمنې  او له دووکوچنيو ماشومانو سره په کابل سرنيا هوټل  ديرغلګرو په ډله ئيز بريدکې ووژل شو .
ددغو بريدونو مسووليت دوسله والو طالبانو ډلې په غاړه اخستى دى .
  په افغانستان کې دتروريستانو له خوا په خبريالانو دبريد زياتوالي دمدني او رسانه يي ټولنې دبنسټونو او دافغان مقاماتو غوڅه راپارولې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته