ښوونه او روزنه

پوهنمل بالاکرزي د لوړو زده کړو له کورنۍ څخه وغوښتل چې د راى ورکولو په بهيرکې ګډون وکړي

کابل /دتلې ٦مه /باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي نن سهار د کابل پوهنتون د راى ورکولو په مرکزکې د خپلې رايې په کارولو سره، د هېواد د لوړو زده کړو د کورنۍ له ټولو غړو څخه وغوښتل چې د راى ورکولو په بهيرکې ګډون وکړي.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د راى ورکولو په بهيرکې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د دغه وزارت يوشمېرمسوولان هم له هغه سره ملګري وو، د جمهوري رياست د انتخاباتو په بهيرکې ګډون د هېواد په شرايطو برابر  د ټولو اتباعو په تېره بيا د لوړو زده کړو د کورنۍ د غړو مسووليت وباله او دلوړو  زده کړو وزارت د مرکز او د هېواد د ټولو پوهنتونونو او د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو له استادانو، محصلانو او کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې دخپلو رايو په کارولو سره خپل پور ادا کړي.
د لوړو زده کړو وزارت انتخابات د دموکراسۍ يو مهم رکن او د خلکو له خوا د هېواد د مشر انتخاب وباله او يوه سوکاله او آباد افغانستان ته د رسېدو لپاره په دغه ملي بهيرکې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو کارنده ګډون اړين وباله.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته