اقتصاد

افغانستان له کسپين سمندرکي سره دچين دپيوستون پروژې تطبيق ته چمتو دى .

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي  نن په کابل کې دترکمنستان له سفير خواجه اويزوف  سره په کتنه کې  دسيمه ييز پيوستون  په اړوند خبرې وکړې   .
دفايبر نوري  شبکې پراختيا ، دسي اي تي اې  پروژې تطبيق يا دافغانستان له لارې دکسپين سمندرګي له فايبر  شبکې سره دچين پېوستون ددغو خبرو محور و .  دباختراژانس دخبرله مخې، دغه راز دترکمنستان سفير وويل چې هېواد به يې  په کسپين  سمندرګي  کې دپانګونې لپاره ډېر ژر يو کنفرانس جوړ کړي او دغه راز دسي اې تي اې پروژې  لپاره دخپل هېواد رسمي دريځ به دافغانستان له دولت سره شريک کړي . 
هاشمي څرګنده کړه چې افغانستان  ددغې مهمې پروژې دپلې کولو لپاره چمتو دى او دې ته اړتيا ده چې ترکمنستان  دلازم تياري خبرورکړي چې له يوې خوا دفايبر  نوري دپراختيا او دسيمه ييز پيوستون لپاره زمينه برابره شي او له بله پلوه افغانستان دختيځې  اسيا ته دمرکزي اسيا دهېوادونو  ددېتا د لېږدونې او ترانزيت  دمرکز په توګه زيات عوايد ترلاسه کړي.
دافغانستان له لارې دکسپين سمندرګي  له فايبر  کيبل سره دچين پيوستون نه يواځې دعوايدو له پله دافغانستان لپاره ارزښتناک دى بلکې دبيو له کمښت دافغانستان ددېتا له پياوړتيا او دهېواد دانترنتي  او مخابراتي خدمتونو له کيفيت سره  هم مرستندوى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته