سیاست

حامدکرزي د دریو شهیدو پولیسو پلار ساتنمن حاجي محمد میر ته د دويم څارن فوق العاده رتبه او د ډیر ښه پوځي خدمت په خاطر مډال ورکړ

کابل- باختر د ثور دمياشتې٢٩:
جمهوررئیس حامدکرزي د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ساتنمن حاجي محمد میر ته د هغه د غوره خدمتونو له امله د دويم څارن فوق العاده رتبه او د ډیر ښه پوځي خدمت په خاطر مډال ورکړ.
د جمهور رييس د ويندوى دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزیر او د دغه وزارت امنیتي معین هم حاضر وو، د چارو د ادارې مرستیال سیدولي سلطان حاجي محمد میر ته د فوق العاده رتبې او د ډیر ښه پوځي خدمت د مډال د ورکړې په باب د جمهوررئیس فرمان ولوست.
په دې فرمان کې ويل شوي دي چې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ساتنمن حاجي محمد میر د محمد الدین خان زوی چې درې تنه ځوانان زامن یې هریو: ساتونکی بخت محمد، د ۱۳۸۹ لمریز کال د ثور د میاشتې په ۱۲مه نېټه د ترهګرو د ځانمرګي برید په ترڅ کې، ساتونکی محمد شفیق، د ۱۳۹۰ لمریز کال د ثور د میاشتې په دویمه نېټه د پولیسو پر موټرپه سړک کې د ماین د چاودنې او ساتونکی نظر محمد د همدغې میاشتې په ۲۸مه نېټه د ترهګرو پر وړاندې په مخامخه جګړه کې شهیدان شوي دي.
په دې وروستیوکې پخپله حاجي محمد میر هم د ملي پولیسو په لیکوکې د ترهګرو پر ضد د مبارزې په تاوده ډګرکې ولاړ او د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو د سر او مال د خوندي ساتلو او د امنیت د تامینولو په لاره کې هر اړخیزې هڅې او هلې ځلې کړي، خپلې اړوندې دندې یې په بشپړ اخلاص، ریښتینولۍ او بریا ترسره کړي او په دې اړه یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې دي.
له دې امله د هغه د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په خاطر ده ته د ډیر ښه پوځي خدمت په خاطر مډال، د دویم څارن فوق العاده رتبه او له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ په نیت د درې سوه زرو افغانیو نغدي مرستې، ورکړه منظوروم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته