نړۍ

اسرائيلي پوځيانو دوه تنه فلسطيني ځوانان ووژل

غزه ډان  باختردتلې دمياشتې    ١ :
اسرائيلي پوځيانو نن سهار دوه تنه فلسطيني ځوانان  ددريو تنو اسرائيلي تنکيو ځوانانو د وژنې په تور ووژل  .
باخترآژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :  دوه تنه فلسطينيان  عامرابوعايشه  اومروان قيويم  له اسرائيلي پوځيانوسره په متقابلو ډزو کې ووژل شول.
دچنګاښ په مياشت کې داردن دسيند په لويديځو غاړو کې داسرائيلي  پوځيانو دپلټنې په عملياتو کې په سلګونو تنه فلسطينيان ونيول شول او پنځه تنه  يې ووژل شول چې دغه پيښې   داسرائيلو او دحماس دفلسطيني ډلې ترمنځ  دپنځوس ورځيني  جګړو دنښتې سبب شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته