ورزش

دتوفان بره کي ټيم دفوټبال لومړى مقام وګاټه

_  کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
دلوګر دفوټبال په سياليو کې دتوفان بره کې ټيم دفوټبال اتل شو.
دلوګرولايت دسپورت آمر  عبدالوليد ستانکزي باخترآژانس ته وويل چې دغه سيالۍ له دوو مياشتو را په دې خوا دفوټبال ورزش  د ودې  اوددغه ولايت په  کچه دغوره څيرو دپيژندلو په مقصد د٣٣ ټيمونو ترمنځ   پيل شوې وې چې په پاى کې  دتوفان بره کي ټيم دکلنګارټيم ته په  ماتې ورکولوسره ددغو سياليو لومړى مقام وګاټه .
په هغې غونډه کې  چې  دجايزو دويشلو په مناسبت  دلوګرولايت دمسوولينو په ګډون ددغه ولايت  په لوبغالي کې  جوړه شوې وه د لوګر والي  محمدحليم فدايي وويل ؛ همدا  ورزش دى چې ځوانان  داصلاح په لورسوقوي او  ځوانان دنشه يي توکو له استعمال څخه لري ساتي.
په پاى کې   ګټوونکو ټيمونو اوپه غوره ورزشکارانو جايزې وويشل شوې .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته