سیاست

جمهور ريیس غني: د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ به د چاپیریال ساتنې په اوونۍ بدله کړو

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، نن د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راډیويي پیغام خپور کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیغام کې د چاپیریال ښه والی د ټول بشریت او د ځمکې پر مخ د ټول حیات لپاره ارزښتناک بلل شوی دی.
جمهور رئیس وایي: د ژوند د چاپیریال د خوندیتوب د فرهنګ د پیاوړتیا او دغه فرهنګ ته د زیاتې پاملرنې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړم چې د چاپیریال ساتنې ورځ په رسمي جنتري کې د چاپیریال ساتنې په اوونۍ بدله کړي.
د جمهور رئیس په وینا، له دې وروسته به هرکال د غبرګولي له پنځلسمې څخه تر یویشتمې پورې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره او نورې ادارې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د چاپیریال ساتنې اوونۍ نمانځي، څو د خلکو ټولنیزه ویښتیا زیاته او د چاپیریال ساتنې ستونزو سره د مبارزې بهیر چټک شي.
جمهور رئیس غني هېوادوالو ته د هوا د پاکوالي لپاره د بد کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي ډاډ ورکوي او وایي: د بدکیفیته تېلو واردولو ته به په هیڅ وجه اجازه ورنه کړو.
د ده په وینا: بدکیفیته تېل نه یوازې د ماشینونو عمر کموي، بلکې د وژونکو ناروغیو سبب ګرځي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل دغه راډیویي  پیغام کې د غږیزې ککړتیا د کموالي په موخه د جدي اقداماتو یادونه هم کوي او وایي: غږیزه ککړتیا رواني او جسمي ناروغۍ تولیدوي.
د هېواد جمهور ريیس د چاپیریال ساتنې لپاره د پلاستیکي خلطو پر ځای کاغذي او ټوکرینې خلطې غوره بولي او د دغه فرهنګ د بیا را ژوندي کېدو سپارښتنه کوي.
جمهور رئیس وایي: حکومت مصمم دی چې د کابل ښار چار چاپېره د لس زره هکتاره ځمکې په مساحت یو شین کمربند ایجاد کړي، څو په دې ډول د هوا له پاکوالي سره مرسته وشي.
جمهور رئیس د خاورو، اوبو او هوا پاک ساتل او د ځنګلونو، ورشوګانو او شین چاپيریال خوندي کول زموږ ټولو ملي، اخلاقي او انساني دنده بولي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته