کابلباختر د زمري ٥ مه
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې ووژل .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
رضايي زياته کړه، چې په بريد کې درې نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دښمن يوه قرارګاه هم ويجاړه شوې ده .
ختم_شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ