سیاست

دافغانستان په باب دامريکا دنوې ستراتيژۍ له اعلام وروسته دافغانستان دحالاتو دښه کيدو دهيلو څرګندول .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
په  لويديځ  زون کې دغوڅ ملاتړ قوماندان دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې  په افغانستان کې دحالت په ښه والي دنړيوالې ټولنې د نوي ستراتيژى داغيزمنتوب په نـبت هيله څرګنده کړه .
دغه ايټالوي  جنرال چې دده تر ملاتړ لاندې ځواکونه دهېواد په لويديځ زون کې له امنيتي ځواکونوسره دملاتړ او مشورې ورکولو مسووليت په غاړه لري ټينګار کوي چې نړيواله ټولنه دافغانستان له دولت سره دملاتړ په دوام ژمنه ده .
دهرات والي دافغانستان له دولت او سيمه ئيزې ادارې سره دنړيوال ځواکونو دهمکارى داعلام اوښه نظر له امله مننه وکړه او ويې ويل چې دهېواد دامنيتي ځواکونو دروزنې او سمبالښت  په برخه کې له يادونې وړ پرمختګونوسره سره  دغه ځواکونه ددغو همکاريو دوام ته اړتيا لري .
ديوبل خبرله مخې، دهرات والي دادارو په جوړښت او تشکيلاتو کې دنجونو اوميرمنو له ظرفيت  او ځواکمنۍ څخه استفاده مهمه وبلله .
دولايتي شورا دوکيلانو ، دادارو دمسوولانو او دمدني فعالانو  په ګډون يوشمير فعالو ميرمنو او نجونو نن دهرات له والي  محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې داداروپه جوړښت کې دښځو دشتون له زياتوالي سره دولايت دمقام ملاتړ دقدر وړ وباله .
په دې پروګرام کې چې پرون مازيګر دهرات دوالي په استوګنځي کې جوړ شو دهرات والي په عمومي برخو کې د ميرمنو او نجونو دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او دښځو په رول او مقام باندې سترګې پټول يې دټولنې په حق کې جفا وبلله .    ختم_ عطاالله _ اکرم                              

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته