امنیت

په سرپل کې له غير مسوولو افرادو څخه د وسلو د راټولولوهلې ځلې

کابل باختر دتلي څلورمه :
دسرپل ولايت سيمه ئيز مقامات وايي: د غير مسوولو وسله والو ډلوڅخه د وسلو د راټولولو په خاطر يې خپلې هڅې ګړندي کړې دي .
  داپه داسې حال کې ده چې د سرپل ولايت د هغو ولايتونوله جملې څخه دى چې زيات غير مسوول وسله وال افراد پکې شته .
دسرپل والي په داسې حال کې چې په سرپل ولايت کې د غير مسوولو وسله والو کسانو شتون د بد امنۍ او د فردي او ټولنيز مصوونيت د نشتوالي اصلي علت بولي  وايي:  دى له امنيتي مسوولينو سره يوځاى هلې ځلې کوي چې له دغو افرادو څخه د وسلو د راټولولو بهير ګړندي کړي .
دغه سيمه ئيزمقام چې له غيرمسوولو وسله والو افرادو څخه يې د وسلو د راټولولو بهير ته د لسګونو ميله وسلو د سپارلو په مراسموکې دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې دښار په بېلابېلو برخوکې د پلټنې د پوستو په جوړولو او د سرتيرو دګزمې زياتوالي د دې سبب شول چې له غيرمسوولووسله والو کسانو څخه زياتې وسلې راټولې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته