سیاست

تبصره

  کابل باختر دوږي اتلسمه :
د وږي د مياشتې اتلسمه د هېواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود د شهادت کاليزه ده او موږ ته د دې فرصت راکوي چې ځان د شهيدانو د آرمان په وړاندې پيداکړو او د هغوى د وارثانو په وړاندې خپل اخلاقي مکلفيتونه ترسره کړو.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د وږي د مياشتي اتلسمه د هېواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود د شهادت د پنځلسم تلين ورځ او په هېوادکې د شهيد د اوونۍ پيل دى. دملي اتل دشهادت درناوي او د شهيد د اوونۍ نمانځنه موږ ته د دې فرصت راکوي چې د شهيدانو د آرمانونو او د هغوى د کورنيو او وارثانو د احوالو د پوښتنې او د هغوى د ستونزې دحل کولو په وړاندې په خپلو اخلاقي وجيبو اومکلفيتونو پوه شو او په يوه ځاني محکمه کې فکر وکړو چې د هغوى په وړاندې موڅه کړي دي او څه کوو؟
هغه کسان چې نن د شهيد په نامه ياديږي؛ هغه اتلان دي چې په مقدس آرمان او مفکورو سره د هېواد د ارزښتونو د ساتنې او دفاع په لاره کې ور دانګلي؛ د ناخوالو او تيري کوونکو پرخلاف دريدلي او د لوى خداى(ج ) د رضايت لپاره يې د آزادۍ او اعلاى کلمة الله په لاره کې جهاد او مبازره وکړه .
په دې ترڅ کې د شهيد اوونۍ د دې فرصت برابروي چې موږ د خپلو هغو هېوادوالو يادونه وکړو چې په مظلومانه ډول په تروريستي بريدونو، وسله والو نښتو او يا هم د طالبانو په صحرايي محکموکې له منځه لاړل. هغو ټولو کسانو چې له منځه تللي دي او زموږ تر څنګ شتون نه لري؛ د خپل ځان، د خپل هېواد  د خلکو او دين آرمان درلود او په انسانيت يې باور درلود چې بايد د هغوى د دغې مفکورې درناوي وکړ او نه يواځې ستاينه او درناوي وکړو؛ بلکې د هغوى د هيلو او آرمانونو د تحقق په لټه کې شوو. له بده مرغه  زموږ په هېوادکې دود داسي بڼه غوره کړې ده چې مسئلې زياتره له شعارونواو تشريفاتو سره يوځاى دي او له ملي او خاصو ورځو سره له معمول سره سم کليشه يي چلند کيږي. له بده مرغه موږ په کال کې يوځل د شهيدانو او د هغوى د وارثانوپه فکرکې کيږو، په کال کې يوځل د دغوعزيزانو د غچ اخستنې، عدالت غوښتنې او د دوى د وژل کيدو د دوسيو د څارنې حس طرحه کوو. په داسې حال کې ضروري ده چې موږ د شهيدانو آرمان له تير وخت يعنې هغه وخت چې دغه عزيزان ژوندي وو؛ له نننيو  شرايطو او احوالو سره پرتله کړو. ځکه موږ ځان د دغو شهيدانوعلمبرداران بولو، نو بايد په يوه ځاني محکمه کې له ځانه وپوښتوو چې د شهيدانو د آرمانونوپه وړاندې موڅه وکړل؟
هيره دې نه شي چې د شهيدانو وارثانو زموږ د ټولنې ډير محروم او ډير محتاج قشر دى. په داسې حال کې چې د يتيمانو، کونډو او د کړيدلو ميندو او پلرونو د احوالو پوښتنه دومره په زړه پورې  نه ده. آن هغوى د خپلو عزيزانو د قانوني حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کې خپلې ستونزې لري .
د شهيد اوونى يواځې د يوه شخص د يادونې او د يوې پيښې د بيانولو لپاره  يو وخت نه دى، بلکې په خپله د شهيدانو او د هغوى د آرمانونو په وړاندې د ژمنې او تړون د نوي کولو لپاره وخت او فرصت دى چې بايد ځان وپيژنوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته