ټولنه

د تاله او برفک خلک د مواصلا تي لارو د نشتوالي له پلوه سرټکوي

کابلباختر د سنبلي٧
سره له دې چې دبغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ له ډبرو سکرو څخه زيات عوايد ترلاسه کيږي؛ خو خلک يې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
په دغې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د را ايستلو له پلوه په کال کې څه دپاسه درې سوه څلويښت مليونه افغانۍ عايد د دولت خزانې ته تحويليږي، خو خلک يې دسړک د نشتوالي له پلوه له زياتو ستو نزو سره لاس او ګريوان دي.
د تاله او برفک ولسوالۍ يوه او سيدونکى غلام رسول رحيمي باخترآژانس ته وويل: د سړک د نشتوالي له پلوه د دغې ولسوالۍ د پيرګران بالا، پيرګران پائين ، پژګان ،آسياګک او د افغان قول د کليو خلک له ستونزو سره مخامخ دي او خپل ناروغان د زياتوستونزو په ګاللو او په پلي توګه د پنځه ويشتوکيلومترو واټن په وهلو سره ليږدوي او کله ناکله هم ناروغان په لاره کې له منځه ځي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: بايد د ډبرو سکرو د را ايستلو او ليږد ونې له پلوه د دغې ولسوالۍ په کلنيو عوايدو سره سړکونه اونور ټولنيز خدمتونه برابر شي.
دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس صبغت الله کاظمي په دغې ولسوالۍ کې د بنسټيزو پروژو دتطبيق په لاره کې يواځينې ستره اواساسي ستونزه د نا امنيو شتون او له دولت سره د خلکو نه همکارۍ وبلله.
ده وويل: سره له دې هم همدا اوس په زيانمنونکو سيموکې د (دره ښکاري) د لارې د تحکيماتي ديوالونو د جوړولو کارپيل شوى دى.
ويل کيږي چې ددغو ديوالونو د جوړولو د کار په بشپړيدو سره به د نړيوال پرمختيايي بانک له بودجې څخه د څه دپاسه دوه سوه پنځه پنځوسو مليونو ډالرو په لګښت به دره شکاري د لارې دپخولو لپاره اساسي کارو نه پيل شي.
ديادونې وړ ده چې د تاله او برک ولسوالۍ يوه ډيره لرې پرته ولسوالۍ ده چې د ډبرو سکرو ، سرو زرو او د مسو زياتې زيرمې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته