ټولنه

ښادمن: په ژوند کې له هغو شېبو څخه ډېر خوند اخلم کله چې له يوه بې وزله سره مرسته وکړم.

-کابل باختر د مرغومې دمياشتې شپږمه
په ژوند کې له هغو شېبو څخه ډېر خوند اخلم کله چې له يوه بې وزلي سره مرسته وکړم.
دغه وينا ازاد سوداګر حکمت الله ښادمن په زابل ولايت کې د نازو انا له خصوصي ښوونځي سره د ۱،۶ ميليونو افغانيو د مرستې د ورکړې پر مهال وکړه.
حکمت الله ښادمن چې په جنوب زون کې د لوی قندهار اوسيدونکی دی او د دغه زون زياتره وګړي یې د سخي ښادمن په نامه پيژني نن په زابل ولايت کې د نازو انا په نامه له نوي رغول شوي خصوصي ښوونځي سره د درسي،کتابونو،کتابچو،کمپيوټرونو، او څوکيو مرسته وکړه.ښادمن وايي چې ژوند له خوږو ترخو ډک دی،خو په ژوند کې مې له هغه وخت څخه ډېر خوند اخلم کله چې له يوه بي وزلي سره مرسته وکړم او دی خپل رب ته لاسونه پورته کړي او ووايي،د کائناتو ربه ستا په خلقت کې هر ډول وګړي شته ،ته په هغو کسانو خپل رحم وکړې چې د نورو به درد دوا کيږي.
ده زياته کړه د ښوونځيو په رغولو سره کولای شو چې د خپل وران ويجاړ هېواد راتلونکی نسل په داسې روحيې وروز چې نور دا انقلاب پای ته ورسيږي،اولادونه مو د ټوپک پر ځای قلم په لاس کې واخلي،له پرمختللو هېوادونو سره سيال شو،خپل ډاکټر،انجينر او ساینسپوهان ولرو بيا کولای شو چې خپل هېواد ته په خپله خدمت وکړو او د نورو له اړتيا څخه د تل لپاره ځان وژغورو.
له بلې خو د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست محبوب محبت د ازاد سوداګر حکمت الله ښادمن کړنې ستايي چې تل له زابلي وګړو سره په هر برخه کې  مرستې کوي چې بېلګه يې د دغه ښوونځي د زده کوونکو لپاره د ټولو اسانتياو  د برابرولو ترڅنګ يې د يو کال لګښت چې ۱،۶ ميليونه افغانۍ کيږي مرسته کول.
محبت وايي شتمن خلک ډېر زيات دي،خوله نيکه مرغه يواځې هغه څوک دي چې د بېوزلو لاس نيوی کوي.
سرپرست له ټولو شتمنو خلکو څخه هيله کوي چې د ښادمن په څېر دې دود ته وده ورکړي او د هېواد لپاره چې په هره برخه کې کولای شي که هغه بيا رغول وي او يا هم د بېوزلو لاس نيوی وي لاس په کار شي. د يادونې وړ ده چې زابل د هېواد په جنوب زون کې هغه ولايت دی چې زيات شمېر وګړي يې د څلورو لسيزو د جګړو له امله د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته