نړۍ

دبلغاريا يوه محکمه يو افغان آلمان ته سپاري.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
بلغاريا يو افغان تبعه آلمان ته سپاري.
په بلغاريا کې د يوې محکمې دڅرګندونو له مخې :   په دغه سړي په  يوه بهرنۍ تروريستي ډله کې د غړيتوب تور  لګول شوى دى .
اووه ويشت  کلن سليمان صديقي چې د آلمان تابعيت هم لري تيره اوونۍ د اروپا داتحاديې له حکم سره سم  د بلغاريا دپلوفديف ښارکې  ونيول شو.
دهمدې خبرله مخې :   ټاکل شوې وه صديقي دآلمان دهامبورګ ښارکې محاکمه شي خو د روانې ميلادي مياشتې په  منځنيو وختو کې په  دغه هيواد کې بيدرکه شوى  و.
تراوسه پورې معلومه نه ده چې دى څه  ډول بلغاريا ته رسيدلى دى .
دبلغاريا امنيتي ځواکونو وويل  چې صديقي پخوا  د ډيورند له کرښې آخوا دقبايلي سيمو په کمپونو کې پوځي زده کړې کړي دي ،  خو ده په بلغاريا کې په کوم تروريستي بريد کې لاس   نه  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته