کابل / د زمري ٢١مه / باختر:
د کرکټ لوبې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي. دا لوبډله راتلونکې سېپټمبر مياشت کې هغه هېواد ته سفر کوي.
افغان لوبډله به له کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دا لوبې د سېپټمبرله ۵ مې پيل او د همدې مياشتې پر ۲۰ مه نېټه پای ته رسېږي.
افغان کرکټ بورډ ويلي دي چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره کړي.
\ ذ