سیاست

د ډاډګيرنې پیغام

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهورريیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ او تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د نورستان پخوانی والي مولوي عبدالله شېرګل د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
ارواښاد مولوي عبدالله شېرګل د دیني عالم او د هېواد د خواخوږي مشر په توګه د عمر زیاته برخه د وطن او هېوادوالو خدمت ته وقف کړې وه، مړینه یې یوه ضایعه ده.
مرحوم شېرګل ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم. د ارواښاد د وفات له امله د مرحوم درنې کورنۍ، دوستانو، ټولو خواخوږو او د نورستان خلکو ته تسلیت وایم.
پاى / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته