امنیت

پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي  دولسمه :
پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان  پرون دهيواد په اوو ولايتونو کې دامنيتي  ځواکونو له خوا ووژل شول .
دکورنيو  چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو دننګرهار ، بلخ ، قندهار ، ميدان وردګو ، پکتيا ، هلمند او دکاپيسا دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي  فعاليتونه ترسره  کړل چې له امله يې پنځه ديرش تنه وسله وال  طالبان ووژل شول  اتلس تنه ټپيان او دوه تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او  په وژل شويو کسانو  کې دوسله والو طالبانو دډلې څو تنه سيمه ئيز قوماندانان هم شامل دي او وسله والو مخالفينو ته د سر دروند زيان دهلمند ولايت په کجکي  ولسوالۍ کې اوښتى دى.
  په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دهرات او فراه دولايتونو په مربوطاتو کې څلور ماينونه  کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته