امنیت

په مهترلام ښارکې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٠ :
د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښارکې  ديو لړ چادونو د ترسره کولو  لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه.
د رارسيدلو خبرونوله مخې امنيتي ځواکونو ددغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه څوماينونه اوبمونه کشف اوشنډکړل.
دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو غوښتل ددغو
ماينونوپه ښخولو سره  په ملکي وګړو خونړي بريدونه وکړي خو بريالي  نه شول.
ده وويل ؛ ددغو ماينونو دښخولو دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې  له پوځيانوسره په جګړه کې  ووژل شول.
په دغو وسله والو  طالبانو نن سهار په اليشنګ ولسوالۍ کې دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
دلغمان ولايت يوه امنيتي خبرځاى وايي  چې دغه وسله وال طالبان کله چې په ډاراچوونکو فعاليتونوبوخت و ، پرې بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته