امنیت

په ننګرهار کې ددوو چاودنوله امله درې تنه ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر  دليندۍ دمياشتې ٧ :

په ننګرهارولايت کې ددوو چاودنو له امله  درې تنه ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .

دغه چاودنې  نن غرمې مخکې  دنهو بجو په شاوخوا کې  داچين ولسوالۍ بازار ته څيرمه رامنځته شوې  .

دننګرهار  دوالي ويندوى  احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل  :

دلومړنيو رپوټونوله مخې ددغو چاودنوله امله درې تنه وژل شوي دي  او اوولس تنه نور ټپيان شوي دي .

دعبدالزي دڅرگندونوله مخې ددغو چاودنو قربانيان او ټپيان  ملکي وګړي دي.

عيني شاهدان وايي  چې له لومړۍ چاودنې وروسته  خلک او امنيتي ځواکونه دټپيانو دليږدولو لپاره دپيښې ځاى ته ور ودانگل چې بله چاودنه رامنځته شوه.

ويل کيږي  چې دويمې چاودنې زياته مرګ ژوبله واړوله .

په همدې حال کې  په ځينو خبرونو کې ويل شوي دي  چې دبم ايښودونکى دسيمې

له اوسيدونکو څخه دى  چې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى او خلکو هم

دهغه کور  سوځولى دى.

ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته