روغتیا

په پکتیکا کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

ښرنه باخترد زمري د مياشتې ۲ مه
د پکتيکا د روغتيايي چارو مسولين وايي چې په پنځو ورځوکې به د د غه ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې ټولوهغو ماشومانو ته د کوزڼ ضد واکسين پلي شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم وي.
د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي باختر اژانس ته وویل چې دغه کمپاين به د پکتيکا په ټولو ولسوالیو کې د ولسونو په مټ پلی شي.
فضلي دغه راز په قومي مشرانو ،عالمانو او ځوانانو غږ وکړ چې د واکسین په تطبیق کې ورسره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو په هېواد کې د پولیو ناوړه ناروغي په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.
بل لور ته د پکتيکا د عامې روغتیا مسوولین وایي چې د واکسین د تطبیق په برخه کې بشپړ چمتو والی لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته