کابل – باختر دزمري دمياشتې ٤
د رمضان دجام دفوټسال سياليو پرون مازيګر په هرات ولايت کې په څلورو لوبو سره دوام وکړ.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو لوبو کې دنيمرخ ،غازي ،ميوند او دسرخ پوشانو ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .
دغه سيالۍ په حذفي ډول دڅلورشپيتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ