کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
په غزني ولايت کې دطالبانو دراکټي بريد له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او څه ناڅه اووه تنه نور ټپيان شول .
دوه ښځې او څلور ماشومان هم ددغې پيښې په ټپيانو کې شامل دي .
نن سهار او تيره شپه دغزني ولايت دده يک او داندړو ولسواليو په ځينوسيمو څه ناڅه څلور توغندي لګيدلي دي . له دې جملې څخه دوه توغندي دخلګوپه کورونو لګيدلي دي چې دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده .
دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو راکټي بريدونو کې دوه تنه ماشومان شهيدان او ددوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وسله وال طالبان ددغو راکټي بريدونومسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې ددغومرګانيو راکټي بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 1 دقیقه لوستل