سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې  په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د هېواد جمهوررئیس د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس او حکومت څخه  د خودکفایي او تروریزم سره د ګډې مبارزې  په خاطر د افغانستان حکومت له هڅو څخه د ملاتړ په خاطر د قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان او سیمې په اړه د دغه هېواد د ستراتیژۍ د اعلام په اړه هراخیزه خبرې وکړې
هغه زیاته کړه، د دې ستراتېژۍ پرمټ به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات شرایط تامین شي، په یاده ستراتیژي کې په افغانستان کې د جګړې  دعواملو واضح تحلیل بیان شوی او په هغه کې د جګړې عناصر په ښه ډول به پام کې نیول شوي دي او دا واضح کوي چې دا داخلي جنګ نه دې، بلکې په سیمه کې ژورې ریښې لري.
جمهوررئیس غني د ملي اهدافو په تامین کې د افغانستان دولت کلیدي رول ته په اشارې وویل چې ملي اهداف زموږ له مسوولیتونو څخه دي او د افغانستان حکومت څلورکلن امنیتي پلان به په ټول قوت سره عملي شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د افغانستان حکومت په وروستیو درې کلونو کې د سیمې په کچه د تلپاتې مناسباتو د ټينګښت کوښښ کړی چې له یوه هېواد پرته یې له نورو ټولو هېوادونو سره د همکارۍ ښه مناسبات په ټولو برخو کې رامنځته کړي دي، اوس د راتلونکي په اړه ابهام نشته، دغه راز د افغانستان د حکومت بریا زموږ په ملي یووالي پورې اړه لري او موږ کولای شو د هغې په رڼا کې خپلې پرمختیایي او اصلاحي  طرحې له نظر څخه په عمل کې پلې کړو.
وروسته د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا متحدوایالتونو د ستراتېژۍ هرکلی وکړ وې ویل چې دا ستراتېژي د افغانستان او سیمې لپاره بهترین فرصت دی او موږ باید د فساد پر ضد دمبارزې او اصلاحاتو په برخو کې  ګډ کار وکړو. هغه د افغانستان له سیاسي قشر څخه  وغوښتل چې په هېواد کې د حالاتو حساسیت او رامنځته شویو فرصتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د اجندا مطابق د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د بهرنیو اتباعو د مسافرت او اقامت د قانون د ځینو مادو دتعدیل او ایزاد طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تائید کړه.
کابینې د بهرنیو چارو وزیر موظف کړ چې د یاد قانون د تعدیل جزئیات د لا زیات وضاحت په موخه له هېواده بهر د افغانستان سفارتونو ته د بهرنۍ پانګونې د جلب په خاطر ابلاغ کړي.
وروسته د عدلیې وزیر د مولف، مصنف، هنرمند او محقق (کاپي رايټ) د ملاتړ او حقونو د تنظیم بورډ مقررې طرحه په څلورو څپرکو او ۱۶ مخونو کې غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.
په همدې ترتیب دخصوصي ډله ییزو رسنیزو د تاسیس او فعالیتونو دطرز مقرره د ځېنو موادو د تعدیل او ایزاد طرحه د عدلیې وزیر غونډې ته وړاندی او څرګنده یې کړه چې د تعدیل دا طرحه یې د اړوندو ارګانونو سره په ګډه غونډه کې هم څیړلې ده چې د موظف پلاوي د نظرونو په اساس په یاده طرحه کې د نشراتي فعالیت د جواز ورکړې په بدل کې د امتیاز حق اندازه درج وه او د دولت د وارداتوحساب ته بانک کې تحویلېږي او دا نه ایجابوي چې په دې مقرره کې د تعدیل او ایزاد طرحه کې  په دې مقرره کې د فریکونسۍ د فیس یادونه وشي.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته د عدلیې وزیر تر مشرۍ لاندې د مالیې، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه موظف کړل چې دخصوصي ډله ییزو رسنیزو د تاسیس او فعالیتونو د جوړېدو مقرره کې د فریکونسۍ او د جواز فیسونو ته بیا کتنه وکړي او د کابینې راتلونکې غونډې ته دې وړاندې کړي.
د اجنډا په بله برخه کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ۱۳۹۶ کال د زمري د میاشتې تر پایه د ملي بودجې  لګښتونه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه چې د ۱۳۹۶ مالي کال د منظور شوې عادي بودجې له مجموع څخه چې د روان کال د زمري تر ۲۹  (۱۴۷.۰۳۲) میلیون افغانۍ او دمنظور شوې پرمختیایې بودجې  (۶۷۰) میلیون ډالره لګول شوي دي.
په همدې ترتیب هغه د ملي بودجې تغییرات د ۱۳۹۶ مالي کال بودجې اوسط په ارزونه کې غونډې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه چې د دې تغییراتو مطابق په عادي بودجه کې (۲۱۱۳۰۰۰) دوه ملیونه یوسلو دیارلس زره افغانۍ زیاتې شوي دي چې په پایله کې عادي بودجه له ارزونې وروسته د کال اوسط مبلغ (۲۶۸۴۱۴۳۳۲۳۹۸) دوه سوه اته شپیته میلیارده، څلور سوه او څوارلس میلیونه او درې سوه او دوه دېرش زره او دری سوه اته نوي افغانۍ احتوا کوي.
همدارنګه په پرمختایې بودجه کې  (۱۵۶۴۰۷۳۰۰۰۰) پنځلس میلیارد او شپږ سوه او څلوېښت میلیون او اوه سوه او دېرش زره افغانۍ تنقیص راغلی چې په پایله کې پرمختیایې بودجه له ارزونې وروسته د کال اوسط (۱۴۷۱۹۴۱۰۰۳۱۱)یو سلو اووه څلویښت میلیارده او یو سلو څلور نوي میلیونه او سل زره او درې سوه او یوولس، افغانۍ احتوا کوي.
هغه زیاته کړه چې د پرمختیایي بودیجې کسر د ملي بودجې د کال وسط له ارزونې وروسته  (۱۰۴۳۳۲۱۸۰۰۰) لس ملیارده او څلور سوه او درې دیرش میلیونه او دوه سوه او اتلس زره افغانۍ پیشبیني شوې ده.
کابینې د ۱۳۹۶ مالي کال وسط بودجې سقف (۴۱۵۶۰۸۴۳۲۷۰۹) څلور سوه او پنځلس میلیارد او شپږ سوه او اته میلیون او څلور سوه او دوه دېرش زره او اوه سوه او نهه افغانۍ چې له دې جملې څخه یې  (۲۶۸۴۱۴۳۳۲۳۹۸) دوه سوه او اته شپېته میلیارد او څلور سوه او څوارلس میلیون او درې سوه او دوه دېرش زره او درې سوه او اته نوي افغانۍ عادي بودجه او (۱۴۷۱۹۴۱۰۰۳۱۱) یو سلو یو څلوېښت او اوه سوه میلیارد او یو سلو څلور نوي میلیون او سل زره او درې سوه او یولس افغانۍ پرمختیایي بودجه یې تصویب کړه.
وروسته د انرژۍ او اوبو وزیر انجینر علي احمد عثماني د بدخشان ولایت د شورابک د اوبو برېښنا دستګاه د پروژې راپور غونډې ته وړاندې کړ او  فیکای ترکي شرکت سره د قرار داد د څرنګوالي، تمویلونکې مرجع، د برېښنا تولیدي ظرفیت، د المانۍ فشنر کمپنۍ له لورې د آفر ارزونې، د قرارداد په بیه کې کموالی او د انرژۍ او اوبو ورازت د رایزنۍ په اساس د دستګاه ظرفیت لوړول، د پروژې د کار پیل، د اضافي کارونو په اساس د قرارداد بیې دوباره قېمت لوړولو او د بیو د زیاتوالي له امله د دغه وزارت  د قناعت نشتوالي او د پروژې د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو او ستونزو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
کابینې له هر اخیز بحث وروسته د مالیې د وزیر په مشري بین الوزارتي کمیټه چې د انرژۍ او اوبو ، بهرنیو چارو، ښارجوړولو او عدلیې وزیرانو او د افغانستان برېښنا شرکت رئیس څخه جوړه ده، موظف کړل چې قرار داد ته په کتو د پروژې ستونزې او ننګونې په هراړخیزه توګه مطالعه او وارزوي په پایله دې له فشنر المانۍ کمپنۍ سره د ستونزو او ننګونو د حل په موخه بحث وکړي او په اړه دې د کابینې وروستیو غونډو ته راپور وړاندې کړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ترمیم او په هغه هېواد کې د نندارې په اړه د درې قلمه لرغونو اثارو د انتقال په هکله د جاپان هېواد غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه او وې ویل چې د جاپان هېواد توکیو د هنر پوهنتون غوښته کړی ده هغه درې قلمه لرغوني اثار چې په دې وروستیو کې د عینکو د مسو کان څخه د هېواد د لرغون پوهانو د کېندنو پر مهال ترلاسه شوي دغه هېواد ته ولیږدوي او له ترمیم وروسته یې د توکیو ښار په هنر پوهنتون کې د روان میلادي کال تر ډیسمبر میاشتې پورې نندارې ته وړاندې کړي چې  کابینې تصویب کړه.
د اجنډا په بله برخه کې د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس جواد پیکار د ننګرهار ولایت د قاسم آباد په دښته کې د غازي‎خیلو قوم  (۶۶) کورنیو ته د (۱۶۸۳) جریبه دولتي ځمکې موازي ویش، غونډې ته مطرح کړ.
هغه زیاته کړه د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د مقام د حکم په اساس د نورستان ولایت د شینګل سیمې اوسېدونکو  د پخوانۍ شخړو د حل په موخه  د غازي‎خیل قوم (۶۶) کورنیو ته چې هرې کورنۍ ته  (۱۲) جریبه دویمه درجه ځمکه په وړیا ډول د ننګرهار ولایت د کانال پروژه کې په نظر کې نېول شوی وه، په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت د ځمکو ادارې  له دې امله چې په دغو ساحو کې د توزیع وړ دویمه درجه ځمکه نه وه، د ننګرهار ولایت د ارزونې او قیمت ګذارۍ د کمېسیون په تایید (۱۶۸۳) جریبه څلورمه درجه دولتي ځمکه چې د قاسم آباد په دښته کې واقع ده په همدې خاطر تعیین او تثبیت  کړی ده
کابینې د ښارجوړولو، کرنې او ابو لګولو او عدليې وزارتونه، د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره او د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د جمهوري ریاست د چارو عمومي اداري تر مشرۍ لاندې موظف کړل چې د غازي‎خیلو قوم ته د ځمکې د وېش څرنګوالی په هر اړخیزډول وارزوي او پایلې دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
په همدې ترتیب د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس د (۱۰۰۰) جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال لوړو زده‎کړو وزارت ته د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ کې د اسلامي پوهنتون د جوړېدو په خاطر ، دوه جریبه او شپاړس بسوې دولتي ځمکه د پروان ولایت مرکز اړوند او د (۷.۱۰) جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ګازرګاه دښته کې د ادیرو جوړیدو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ، غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته د پورته  یادو ځمکو انتقال د کابینې د مصوبې د (۱۵) فقرې مطابق تایید کړ.
وروسته  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې عادلې راز د عدالت د بین المللي محکمې اساسنامې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
هغې د هېواد د سترې محکمې، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو نظریاتو ته په کتو د یادې اساسنامې د موادو د تناقص او تطابق د هېواد له اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو سره توضیح کړل او دغه راز یې د دې اساسنامې د غړو هېوادونو صلاحیت د الحاق او تعدیل په اړه کابینې ته معلومات ورکړل.
کابینې د بهرنیوچارو وزارت موظف کړ چې د بین المللي عدالت محکمې د اساسنامي په اړه ګومارل شوې کمېټې نظریات د لا ډير بحث په خاطر د قانون حاکمیت عالي شورا ته وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت داقتصاي همکاریو معیني د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې نړېوال سازمان ترمنځ د همکاري تفاهم لیک  غونډې ته مطرح کړ.
کابینې د انرژۍ او اوبو، کرنې او اوبولګولو وزارتونه او د چاپیریال ساتنې اداره موظف کړل چې یاد تفاهم لیک  د بیا کتنې وروسته د لا زیات بحث په خاطر د اوبو عالي شورا ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې پنځه بین المللي تړونونه د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاري معیني غونډې ته وړاندې کړل چې د تایید وړ وګرځيدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته