سیاست

جمهوررئیس غني مېرمن ماري کارلوین ته افغاني تابعیت ورکړ

کابل باختر دوري دمياشتې ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې مېرمن کارلوین مکمکن (بي بي ماري) ته چې د امریکې د متحدو ایالتونو اصلي تبعه ده افغاني پاسپورټ ورکړ او هغې ته یې د افغانستان د تابعیت اخیستو مبارکي وویله.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې مناسبت په ارګ کې جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال محمد هارون چخانسوري مېرمن ماري کارلوین ته د افغاني تابعیت د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي دي چې مېرمن ماري کارلوین څه باندې ۳۸کاله په افغانستان کې اوسېدلې ده،  چې نن یې رسماً د افغانستان تابعیت ترلاسه کړ.  
د جمهوري ریاست د عالي مقام په فرمان کې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه موظف شوي دي چې له نورو اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د دغه فرمان د تطبیق په برخه کې اجراآت وکړي.
جمهوررئیس غني مېرمن کارلوین ته د افغانستان د نورو اوسېدونکو ترڅنګ د ښه او آرام ژوند هیله وکړه او له افغانانوڅخه د ملاتړ او همکارۍ په برخه کې يې د هغې له هڅو مننه وکړه.
ورپسې مېرمن کارلوین د هېواد دجمهوررئیس نېکې هیلې اوښه نظروستایه ويې ویل: افغانان ډېر صمیمي او انسان دوسته خلک دي، چې زه ورسره ځان هوسا او آرامه احساسوم.
د یادونې وړ ده چې مېرمن کارلوین په افغانستان کې داوسېدو پرمهال په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول بې سرپرسته ښځو سره د لاسي صنایعو او خیاطۍ په برخه کې همکاري کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته