کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د پولیسو یو سرتېری نن د کاپیسا د کوهستان په دویمې برخې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش باختر آژانس ته وویل چې د پولیسو دغه سرتېری د کوهستان په دویمې برخې ولسوالۍ پورې اړوند د ملکانو ساحه کې د وسله والو مخالفینو په برید کې ووژل شو.
هغه وویل چې تراوسه د دغې قضیې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده
9 د یوې دقیقې څخه لږ