سیاست

دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون ويندوى : هيڅ انتخاباتي کانديد له ټاکلې مودې څخه مخکې دانتخاباتي مبارزو دفعاليت حق نه لري .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥
دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون ويندوى پرون  په يوه خبري غونډه کې وويل  دجمهوري رياست کانديدان  له ټاکلې مودې څخه مخکې نه شي کولاى  خپلې انتخاباتي مبارزې پيل کړي .
دباخترآ ژانس د خبرله مخې : دانتخاباتي شکايتونو دڅيړنې دکميسيون ويندوى
نادر محسني په دې خبري غونډه کې زياته کړه  د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست  دانتخاباتو کانديدان په يولړ انتخاباتي مبارزو اقدام کوي . په داسې حال کې چې  دسلواغې  تر ١٣نيټې پورې چې دانتخاباتي مبارزو  دپيل نيټه ده ددغو فعاليتونو حق نه لري .
ده وويل :  ځينې کانديدان  يو لړغونډې  او سفرونه برابروي  چې دانتخاباتي  تبليغاتو رنګ او بوي لري .
ده خبردارى ورکړ چې کانديدان دې بايد خپل فعاليتونه دقانون له مخې برابرکړي.
له دې پرته دغه  کميسيون به ورسره قانوني چلندو کړي .
ده ټينګار وکړ که چيرې دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو کانديدان خپل ټول فعاليتونه له قانون سره  برابر نه کړي  له هغوي سره به قانوني چلندوشي  او نومونه به يې  درسنيوله لارې افشا شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته