
نیمروز د وږي ۲۳ باختر
د ملي پولیسو ۳۴۰ سرتیري پرون مازیګرپه نیمروز کې له مسلکي زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د نیمروز امنیه قوماندان سمونوال عبدالوهاب بالا کرزي باخترآژانس ته وویل چې دغه سرتیري د پوځي او د وسلو د تاکتیک په برخو کې په څلورو اوونیوکې زده کړې کړې دي .
د نیمروز د والي مرستیال محمد نبي براهوي د دغو سرتیرو د فراغت د سندونو د ویشلو په وخت کې وویل: په نیمروز کې د پولیسو د سرتیرو د زده کړې زمینه برابره شوې ده او موږ هلې ځلې کوو چې د پولیسو ټولو سرتیرو ته زده کړې ورکړو چې مسلکي شي . ختم ع