نړۍ

دبي پيلوټه امريکايي الوتکو په بريد کې اووه تنه ووژل

ميرامشاه ډي ډان د جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دشمالي وزيرستان پرقبايلي سيمې نن دبي پيلوټه امريکايي الوتکو په بريد کې څه ناڅه اووه تنه تندلارې ووژل شول.

دغه بريد دميرامشاه دختيځ په ٢٥ کيلومتري واټن کې داسوخيل په سيمې کې وشو.

دتيري پنجشنبې  له ورځي را په دي خوا پردې سيمې دريم بريد دي.

دپاکستان يو امنيتي مامور وويل بي پيلوټه امريکايي الوتکو دتندلارو په يوه انګړو اويوې ليږدونکي واسطي څلور توغندي وتوغول چې اووه تنه تندلاري پکې وژل شوي او دغه واسطه  په بشپړډول ويجاړه شوې ده.

يوه امنيتي مامور دسرزيان تائيد کړ او ويي ويل ددغه بريد قربانيان تراوسه پورې نه ده  پيژندل شوى  خو دغه سيمه دازبکو، عربو او نورو بهرنيو تندلارو پټنځاى بلل کيږي .

شمالي وزيرستان دحقاني دشبکي دياغيانو پټنځاى  په افغانستان کې   دلويديځوالو پرهدفونو دبريدونو  مقصد بلل کيږي

خوپاکستان په دغي سيمې له پراخ يرغل څخه ډډه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته