روغتیا

په هرات کې پرکرونا ويروس اخته ناروغ رضايت څرګند کړ چې درملنه يې وشي

کابل /دکب ١٧مه / باختر :
په هرات کې  دکرونا پر ناروغۍ اخته کس  په پاى کې د ډاکترانو غوښتنه ومنله او بېرته د درملنې ځانګړي مرکز ته راغى.
نور الله نن سهار کله چې پر کرونا ويروس  د ده کتنې مثبتې تشخيصې شوې وتښتيد.
هغه غوښتل ځان کابل ته ورسوي خو امنيتي ځواکونو  او د روغتيا ځانګړې ډلې  په هرات کې  د ده داستوګنې سيمه پيداکړه او له هغه سره له اوږدو خبرو اترو وروسته يې هغه اړ کړ  چې د درملنې ځانګړي مرکز ته راستون شي.
د هرات  يوه روغتيايي مسوول باختراانس ته وويل  چې نور الله  داسې فکر کاوه  که چپرې  درملنه يې هم وشي مړ به شي .  له همدې امله يې وپتيله چې له خپلې کورنۍ سره وي .
ويل کېږي د سلو تنو ترمنځ  دوه تنه پر کرونا اخته مړ کېږي او نور يې  تداوي کيږي.
تراوسه پورې روښانه نه ده چې نور الله په هرات کې دکرونا دپېژندل شويو څلورو ناروغانو له جملې څخه دى او يا هغه په هېواد کې د دغې ناروغى نوې پېښه ده؟
دعامې روغتيا وزير نن په هرات کې  پر کرونا ويروس اخته  د څلورو ناروغانو د درملنې يادونه وکړه او زياته يې کړه نورو کسانو ته  له دغو ناروغانو له خوا  د ويروس  دخپريدو احتمال شتون نه لري، ځکه دوى  تر قرنطين او درملنې لاندې دي.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته