سیاست

د ننګرهار د والي پرخلاف وګړني اعتراضونه دوام لري

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢ :
د ننګرهار د والي پرخلاف وګړني اعتراضونه  خپلې دريمې ورځې ته ورسيدل.
مظاهره کوونکي هم د لاريون په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل چې د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى له  دندې ګوښه کړي.
اعتراض کوونکي په ګل آغا شيرزى د عامه جايدادونو او شتمنيو د غصبولو تورلګوي چې دغه ادعا د دغه سيمه مقام له خوا په کلکه رده شوې ده.
دننګرهار والي پرون په يوه غونډه کې چې د ده په ملاتړ په جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه؛ وويل چې د ده پرخلاف مظاهرې د هغوکسانو له خوا چې د ده په خبره د دغه ختيځ ولايت د بيارغاونې د بهير په وړاندې خنډونه جوړوي؛ ترسره شوې دي .
ښاغلى شيرزي له دولت څخه دخپل حيثيت  د اعاده کولو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې مظاهره کوونکو نن د شعارونو په ورکولو سره دولت ته خبردارى ورکړ: که چيرې د ننګرهاروالي په خپل ځاى پاتې شي؛ دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
دننګرهار د والي پرخلاف مظاهرې د پارلمان او دننګرهار د ولايتي شورا د يوشمير غړو له خوا پيل شوې دي، خو د ننګرهار له والي سره د ملاتړ په غونډۀ کې هم يوشمېر قومي مشران او د پارلمان غړو ګډون کړي وو.
دجلال آبادله ښارڅخه دباخترآژانس خبريال ګلستان غالب وايي چې په سلګونو تنه افغان پوځيان ددغه ښار په بېلابېلوسيموکې ځاى پرځاى شوي دي. ددغو اعتراضونو په لومړۍ ورځ کې مظاهره کوونکو د څوساعتو لپاره دجلال آبادښارته غځيدلې لارې چې د تورخم  لويه لاره هم ورڅخه تيريږي؛ د تيرافيکو پرمخ تړلې وې،  خو د امنيتي مامورينو په مداخلې سره پرانيستل شوې.
په را رسيدلوخبرونوکې دغه راز ويل شوي دي چې دافغانستان دملي امنيت دلوى رياست مرستيال ډاکترياسين ضيا او دکورنيوچارو وزارت لومړي مرستيال سترپاسوال عبدالرحمن رحمان د جلال آباد ښار ته سفرکړى دى چې حالت  له نږدې وڅيړي او دغو مقاماتو له مظاهره کوونکو سره خبرې پيل کړې دي  .
په همدې حال کې مقاماتو مظاهرې د خلکو قانوني حق وباله، خو د عامه نظم هر راز ګډوډول او د لاروتړل يې غيرقانوني وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته