خبرونهښوونه او روزنه

جمهوررييس محمد اشرف غني په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو څرنګوالی وارزاوه

 

کابل/ د مرغومي ۱۳مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د پوهنې وزارت رهبري پلاوي سره په کتنه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او جوړښتونو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګېنې حمیدي وویل، د پوهنې وزارت په بېلابېلو برخو کې همغږي ایجاد شوې او ادارې په خپلو کاري مسیرونو کې قرار لري. هغې زیاته کړه، موږ د پوهنې پر ملي پالیسۍ کار کوو او په دې برخه کې له متخصصینو سره په خبرو بوخت یوو.

رنګېنې حمیدي وویل: موږ د پوهنې وزارت پر تشکیلاتو د کار ترڅنګ هڅه کوو معارف له سیاست لېري او تر ډېره جوړښتونه تخنیکي او سیستمونه برېښنایي کړو، ترڅو د فساد مخنیوی وشي.

د پوهنې وزارت سرپرستې څرګنده کړه، موږ داسې سیستم ایجاد کړی چې هره ورځ د پوهنې د ولایتي رئیسانو له کاري فعالیتونو خبرېږو او په معارف کې اصلاحات په تدریجي توګه پلي کېږي.

جمهوررئیس د یادو خبرو له اورېدو وروسته وویل، پوهنې وزارت د اصلاحاتو د تطبیق په موخه زموږ بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ لري او نه غواړو هیڅ اداره د دغه وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.

جمهوررئیس دېته په اشاري چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي وویل، په اصلاحاتو کې رشته او تخصص په پام کې ونیسئ، اصلاحات باید پلي او بنسټیز شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور ځي او په دغه بهیر کې د معارف ګډون ډېر مهم دی. هغه زیاته کړه، تعلیمي نصاب تغییراتو ته اړتیا لري او طبیعي علوم باید د بین المللي معیارونو مطابق اوسي او اجتماعي علوم چې د اسلام د مبین دین او زموږ له عنعنو او رسومو سرچينه اخلي، لازیات پیاوړي شي.

د هیواد جمهوررئیس ټینګار وکړ: زموږ معارف باید داسې عیار شي چې پنځه نسلونه بدل کړي او د ابن سینابلخي، ابوریحان البیروني، مولانا جلال الدین محمد بلخي او د هیواد نور مشران او مشاهیر د ټولنې د لوړتیا لپاره وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته