کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه
دسالمې تعليمي اداري تر عنوان لاندې روزنيز ورکشاپ پرون په تخار ولايت کې جوړ شو .
دتخار ولايت دپوهنې رييس عبدالوهاب ظفري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دې ورکشاپ کې چې ددولسو ورځو لپاره جوړ شوي دي ددغه ولايت دمرکز او اتو ولسواليو دښوونځيو ، دوه سوه نوي تنو مديرانو ، آمرانو او سرښوونکوګډون کړي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دورکشاپ دجوړولو هدف دبرخه والو دپوهې او دکاري ظرفيت دکچې لوړول دي .