کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
د کورنيو چارو وزارت دپاسپورټ رياست ابلاغيه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست هلې ځلې کوي د پاسپورټ د ويشلو په لاره کې د هېواد د خلکو غوښتنې په لنډ ممکن وخت کې ډير ژر وڅيړي .
د قانون له مخې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه را رسيدلي سندونه د روان کال د وري د مياشتې تر ١٦نيټې پورې د پاسپورټ په مرکزي اداره کې بشپړ شوي دي او بېرته اړوندو ولايتونو ته د چټک پوست له لارې ليږل شوي دي.
له دې امله د پاسپورټ هغو غوښتوونکو چې له دغې نيټې څخه مخکې يې خپل غوښتنليکونه د خپلو اړوندو ولايتونو د پاسپورټ آمريتونو ته سپارلي دي؛ کولاى شي له اړونده ولايت څخه خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
د ټولو ولايتونو د پاسپورټ آمرينو ته لارښوونه شوې ده چې له کومې پلمې پرته دې ډير ژر د خلکو پاسپورټونه د هغوى په واک کې ورکړي.
د پاسپورټ په مرکزي اداره کې د ظرفيت او شفافيت لوړيدو ته په پام کې نيولو سره دغه اداره اوس کولاى شي چې له ولايتونوڅخه د را رسيدلوسندونو دبشپړتيا په صورت کې په لسو ورځوکې غوښتل شوي پاسپورټونه چاپ او بېرته يې اړوندو ولايتونو ته وليږي.
0 1 دقیقه لوستل