امنیت

په سمنګانو کې يو اويا کيلوګرامه نيشه يي توکي کشف او ضبط شول.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
په دوو جلاجلا پيښو کې داپينو او چرسو په ګډون په لسګونو کيلوګرامه نيشه يي توکي او چرس دسمنګانو په ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.
ددغو پيښو په اړوند دوه تنه دهغو دقاچاق په تور نيول شوي دي.
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود وويل : دسمنګانو ولايت دملي امنيت د رياست چارواکو ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ له نيشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت دمنسوبينو په همکارۍ يو اويا کيلوګرامه اپين او چرس کشف او ضبط کړل.
امنيه قوماندان وويل : يو څلويښت کيلوګرامه اپين چې په مهارت سره په پلاستيکي کڅوړوکې ځاى پرځاى شوي و او په يوه کرولا موټر کې ليږدول کيدل، دملي امنيت رياست دمنسوبينو له خوا کشف او له مشکوک سره دسمنګانو ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول.
امنيه قوماندان زياته کړه : دغه راز ديرش کيلوګرامه چرس هم امنيتي ځواکونو دايبکو ښار په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړل. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته