امنیت

اته طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل / د وري ۴ / باختر
اته وسله وا ل طالبان په کونړکې په هوايي برید کې ووژل شول.
په دغو طالبانوتېره شپه په مانوګي ولسوالۍ کې هغه وخت برید وشوچې په یوموټرسایکل سپاره وو او یوځای ته تلل.
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دې هوايي برید کې ۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وویل په موټرسایکل سپاره وسله وال طالبان په ډاراچوونکوفعالیتونوبوخت وو چې پرې برید وشو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته