سیاستTOP

اسلامي امارت په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان عیاروي

کابل، د غبرګولي ۲۹مه، باختر
د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره نن د ازبکستان د ملي امنيت شورا سلاکار او په خارجي سياست کې د ولسمشر خاص استازي ښاغلي عبدالعزیر کاملوف او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف او مل پلاوي وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان-ازبکستان په دوه اړخیز اړیکو اوسني وضعیت، ټرانزیټ او تجارت خبرې وشوې.
ښاغلي عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هیواد له امنیت سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز تجارت او ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نږدې کار وکړو.
خاص استازي عبدالعزیر کاملوف د جولای په وروستیو کې په ازبکستان کې د دوی په کوربتوب د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازو ترمنځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په هکله له ښاغلي متقي سره معلومات شریک کړل او د ګډون بلنه یې ورکړه.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له ازبکستان څخه مننه وکړه چې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې یې له افغانانو سره همکارۍ کړې دي او خوښي یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب فضا حاکمه ده.
متقي وویل، اوس وخت رارسېدلی چې په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان عیار او ترې مثبته استفاده وکړو، دغه راز متقي چمتو والی څرګند کړ چې د تجارت وزارت په سرپرستي کې افغاني هیئت ازبکستان ته سفر وکړي چې له ازبکستان سره تجارت پیاوړی کړو او وکولای شو چې اقتصادي خو دکفايي رامنځته شي.
د ناستې په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دوامداره شي او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره په کې مثبت پرمختګونو رامنځته شي.
ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته