کابل، د غوايي٢١مه، باختر
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د آغا خان پوهنتون او روغتون څخه کتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتیا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د آغاخان روغتون او پوهنتون ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اغا خان پوهنتون مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د روغتیايي کارکوونکو لپاره به د روزنې او ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، له اکاډمیکو بنسټونو سره په ګډه کار کوي ترڅو روغتیايي کارکوونکو ته د معیاري روزنې او ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړي.
\ ذ