ورزش

دهيواد دفوټبال دملي ټيم کپيټان : موږ دبرياليتوب په خاطر ډګر ته ځو .

 کابل باختر د تلي شپاړلسمه :
دهيواد دفوټبال دملي ټيم ښوونکى دټيم له کپيټان جلال الدين  شريعتيار سره په يوه خبري غونډه کې ويلي دي چې  دهيواددفوټبال ملي ټيم دسنګاپورله ټيم سره په لوبه کې بريالى کيږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې دافغانستان دفوټبال  دملي ټيم سرښوونکى اسلاون اسکيکزچ او دټيم ګپيټان شريعتيار په يوه خبرې غونده کې ويلي دي چې دسينګاپور تيم يو پياوړي ټيم دى خو دافغانستان دفوټبال ملي ټيم ښه چمتو والى لري اوکولى شي  ددغې سيالۍ درې امتيازونه ترلاسه کړي .
په همدې ترتيب شريعتيار ويلي دي  موږ دبرياليتوب په خاطر ډګر ته ځوو .
دهيواددفوټبال ملي ټيم دنړيوال جام  په  قاره يي سياليو کې په  اي ګروپ کې ددريو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دجدول په  څلورم مقام کې دى .
دغه لوبه دافغانستان په وخت مازيګر  په څلورنيمو بجو ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته