سیاستخبرونهاقتصادTOP

افغانستان له عربي متحدو اماراتو سره د درېیو هوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول قرار داد لاسلیک کړ

کابل ، د غبرګولي ۳ مه ، باختر
افغانستان له عربي متحدو اماراتو سره، نن د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د درېیوهوايي ډګرونو د تنظیم او کنټرول قرار داد لاسلیک کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسینو په مرکز کې جوړه شوې وه، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، د عربي متحدو اماراتو استازو، د کابینې یوشمېر غړیو او لوړ ‍پوړو چارواکو ګډون کړی و.


د غونډې په پیل کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د یاد تړون پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې له پر له پسې خبرو او بحثونو وروسته نن یوځل بیا د هېواد د د درېیو هوايي ډګرونو تړون نوی کېږي.
ملا عبدالغني برادر آخند زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او نېکو اړيکو غوښتونکی دی او پر هغوی یې غږ وکړ چې د افغانستان د ځورېدلي او مظلوم ملت د ښېرازۍ او د دغه هېواد د آبادۍ او پرمختګ په خاطر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه ډاډ ورکړ چې اوسمهال په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او حکومت په بېلابېلو برخو کې پانګه والو ته ټول اړین تسهیلات او امکانات برابروي او د هغوی د ځان، مال او عزت ساتنه کوي.
وروسته، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا، د قرارداد د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل.
هغه د یاد تړون د ښېګڼو په اړه وویل چې د دغه قرارداد په لاسلیک سره، د افغانستان اعتبار نورو نړیوالو هوايي ډګرونو ته زیاتېږي، خدمتونه په معیاري ډول وړاندې کېږي او دا به د دې لامل شي چې نور نړیوال هوايي شرکتونه هم افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پيل کړي.
په همدې حال کې، د عربي متحدو اماراتو د “ګاک” شرکت مشر رزاق اسلم محمد عبدالرزاق، په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې په دغه شان حساسو شرایطو کې د افغانستان له خلکو او اسلامي امارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه همدارنګه د یاد تړون مهمو ټکو ته په اشارې سره، وویل چې د دغه تړون په لاسلیک او عملي کېدو سره به، نړیوال هوايي شرکتونه دې ته وهڅول شي چې خپلې الوتنې له سره پيل کړي او نړیوالو پانکه والو ته به په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شي.
د غونډې په پای کې، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اطلاعاتو او فرهنګ د سر‍پرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند د سر‍پرست وزیر ملا حمیدالله اخند زاده او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې، د هېواد د درېیو هوايي ډګرونو (کابل، قندهار، هرات) د تنظيم او کنټرول قرارداد د عربي متحدو اماراتو د “ګاک” شرکت له مشر سره لاسلیک شو او د خبریالانو پوښتنې ځواب شوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته