خبرونهاقتصادTOP

اقتصادي کمېسيون د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ

کابل – د ثور ۳مه – باختر
د ریاست‌ الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دغه کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او تجارت وزارت، د صنعت او معدن او همدا رنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده وسپارله چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برېښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او وروسته په یاده برخه کې عملي کار پيل کړي.
تر دې وړاندې اقتصادي کمېسیون، افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو د واردولو او له امله یې د انسان روغتیا ته د پېښېدونکو زیانونو او ترانسپورتي وسایلو د زیانمن کېدو د مخنیوي په موخه؛ د «نفتو او ګازو دولتي شرکت» له لوري په انحصاري ډول له نورو هېوادونو د خامو نفتي موادو د واردولو طرحه د تطبيق وړ بللې وه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته