خبرونهامنیت

اووه تنه په کندز کې په هوایی برید کې ووژل شول

کندز/ د سلواغۍ / ۲۲/ باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې په هوایی برید کې ووژل شول او ٦ نور ټپیان شول .
د۲۱۷ پامیر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختر اژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د کندز د قلعه زال ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوایی برید کې ووژل شول.
په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه هوایی برید کې ٦ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن یوه اندازه جنګي وسایل او ٥ ماینونه له منځه لاړل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته