خبرونهامنیت

اووه طالبان په کندزکې ووژل شول

کابل / د لیندی ۸ / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په کندزکې د پوځيانوپه هوايي برید کې ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیرقول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوځيانوپه هوايي برید کې ووژل شول.
جمال زیاته کړه چې په دې برید کې څلورنورطالبان ټپیان او د دوی یو قرارګاه ویجاړه شوه.
په دغو وسله والو طالبانوهغه وخت برید وشوچې غوښتل پرامنیتي او دفاعي ځواکونو برید وکړي.پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته