– کابل / د ثور ۴ مه / باختر
له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې پنځه سوه زره درسي کتابونه چې د پوهنې له وزارت څخه لېږدول شوي و، نن د بادغيس د والي له لوري د دغه ولايت د پوهنې رييس ته وسپارل شول.
د بادغيس ولايت د پوهنې رييس مولوي محب الله احسان باختراژانس ته وويل چې دغه کتابونه به د يونيسف دفتر په مرسته د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته ووېشل شي.
د پوهنې د رييس د څرګندونوله مخې؛ ټول کتابونه له پخواني تعلیمي نصاب سره ورته دي او کوم بدلون په کې نه دی راغلی.
ع