خبرونهټولنه

بامیانو ته څلور زره ۳۰۰ کډوال راستانه شوي دي

 کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر

د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، له ۴۳۰۰ هغو کډوالو سره یې مرسته کړې چې تازه  بامیانو ته راستانه شوي دي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونوعالي کمېشنرۍ  په یوه ټویټ کې لیکلي چې د خپلې نوې تګلارې له مخې هڅه کوي  چی مهاجرینو او راستنیدونکو ته نړیوالې مرستې په شفاف ډول وویشي.

دغه اداره وايي، چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د جګړې، وچکالۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله زیانمن شوي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې سږ کال په افغانستان کې څه دپاسه ٥ ميليونه تنه  ددغې ادارې مرستې ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو او اخراج لړۍ پيل شوې.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو میاشتو  کې په زرګونه افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، چې  زیاتره  یې په زوره ایستل شوي دي.

دیاد  وزارت د معلوماتوله مخې، له ګاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي مهاجرین  سرپناه  اود خوارکي توکو مرستې ته ډېره اړتیا لري.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته