امنیت

بدخشان کې د دوو چيچنيانو په ګډون لس طالبان ووژل شول

کابل/ د چنګاښ٢٤مه / باختر
په بدخشان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې د ٢ چيچني جګړه مارانو په ګډون ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او١٣ نورټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د فيض اباد – بهارک په لويه لاره کې د پوځيانو او ولسي پاڅون کوونکو له لورې بريدونه وشول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې بريدونو کې د٢ چيچنيانو په ګډون ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نورټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو لايزري قوماندان ملا ذبيح الله ، په بهرني ستوري مشهورملاصفي الله ، په بهرني مرکز مشهور ملايوسف او د دغې ډلې چيچني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، دغو وسله والو طالبانو په دوو سيمو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو لپاره تياري نيوه، چې پرې برېدونه وشول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته