نړۍ

په پاکستان کې دمشرانو څلور اړخيزه غونډه وځنډول شوه .

 

اسلام اباد=-  باختر د تلې ٦

 دافغانستان، پاکستان، روسيې او دتاجکستان دهيوادونو دمشرانو غونډه وځنډول شوه .

 دباختر اژانس دخبر له مخې: ټاکل شوى وه دغه غونډه د روان کال د تلې دمياشتې په يوولسمه او دولسمه نيټه دافغانستان او دسيمې دمسئلو  په باب دخبرو په موخه دپاکستان په اسلام اباد ښارکې جوړه شي .

 دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت نن ديوې اعلاميې په خپرولو سره ددغې غونډې دځنډولو يادونه وکړه او ويلې يې دى چې دافغانستان، پاکستان، روسيې او دتاجکستان دهيوادونو دڅلور اړخيزې غونډې دجوړولو بله نيټه به وروسته اعلام شي، خو ددغې غونډې دځنډيدو دعلت په باب څه نه دې ويل شوې .

 ويل کيږي چې د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين هم پاکستان ته خپل سفر ځنډولى دى .

 ټاکل شوى وه دى په دې غونډه کې دګډون په خاطر پاکستان ته سفر وکړي.

دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دغه راز خبر ورکړ چې پوتين دپاکستان دجمهور رييس اصف علي زرداري په نامه ليک کې داسلام اباد اومسکو ترمنځ د اړيکو دښه والې اوهم دسوداګرۍ په برخه کې او د دواړو هيوادونوګټو ته په پاملرنې  سره دګډو پروژو په برخوکې په لازياتوهڅوکې خپله علاقمندي څرګنده کړى ده .

 په ليک کې دغه راز د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو پر غونډې  باندې ټينګار شوې دې . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته