کابل/ د غوايي١٩مه/ باختر
په کابل کې د بوستان سبز تولیدي فابریکې په پرانېستل کېدو سره به ۱۷۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت ویلي چې په هېواد کې به د صنعتکارانو د ځان او مال ساتنه وکړي؛ خو پانګه دې په هېواد کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د”بوستان سبز” فابریکې له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د صنعتکارانو د ځان اومال ساتنه کوي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي دي په دې کتنه کې د “بوستان سبز” فابریکې مسوول د فابریکې پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزو ته به رسیدګي وشي.
نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعتکارانو د ځان او مال ساتنه کوي.
نوموړي دغه راز د دغه وزارت اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د یادې فابريکې د اړتيا وړ توکو په برابرولو کې د کرنې له خونې او په هېواد کې له شته اتحادیو سره په اړیکه کې واوسي .
د یاونې وړ ده چې د “بوستان سبز” فابریکه له نړیوالو معیارونو سره سمه جوړه شوې او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د جګپوړي پلاوي له خوا به ډیر ژر پرانیستل شي.
دغه فابریکه د روميانو رب، د ميوو جوس او وچو مېوو د تولید په برخو کې فعالیت کوي او همدا رنګه د کرنیزو څېړنو یو فارم هم لري.
دغه راز د دې فابريکې په فعالېدو سره به په هر شفت کې ۲۰۰ تنو ته په مستقيم او ۱۵۰۰ نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
\ ذ