تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
په افغانستان کې د کرونا پرمختللې بڼه یوځل بیا د خپرېدو په حال کې ده دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې امکانات د هرې ورځې په تېرېدو سره کمښت مومي.
د باخترآژانس مفسر لیکي، د هېواد د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا پرمختللې بڼه (اومکرون) د خپرېدو له امله اندېښنه لري.
دغه اندېښنه په داسې حال کې کېږي چې له یوې خوا دعامې روغتیا له وزارت سره بهرنۍ مرستې ډېرې لږ شوې دي او له بلې خوا خلک روغتیایي معیارونه نه رعایتوي.
واقعیت دا دی چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو کرونا هېره کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس له نوي ډول سره د مبارزې لپاره له ډول ډول چلنجونو سره مخ دی او تراوسه پورې د کرونا ویروس د نوې بڼې (اومکرون) د تشخیص کیټونه په واک کې نه لري.
د عامې روغتیا وزارت خبرځایونه وایي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس بیا د خپرېدو په حال کې ده. د هغه کسانو شمېر چې هره ورځ د ټسټ لپاره روغتیایي مرکزونو ته ورځي او د ټسټ پایلې یې چې مثبتې دي له ۶۰۰ تنو څخه زیات دي.
اوس د هېواد په ۱۷ ولایتو کې د کرونا نوې بڼې (اومیکرون) نښې نښانې لیدل کېږي.
د کابل پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا او یوشمېر نورو ولایتو کې د دغه ویروس خپرېدل د اندېښنې وړ دي.
پخوا د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د نړۍ د روغتیایي سازمان او د نړیوال بانک په ګدون د نړیوالو بنسټونو په مرسته بریالي شوي و، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریو څپو خپرېدل تر یوې اندازې پورې مخه ونیسي چې د دې ترڅنګ خلکو هم همکاري کوله؛ خو د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته حالت بدل شو نه بهرنۍ مرستې شته او خلک هم روغتیایي معیارونه نه مراعتوي.
دغه شان یاد چلند د دې سبب شوی، چې په افغانستان کې د کرونا له پلوه رامنځته شوي چلنجونه جدي او د خلکو روغتیا او سلامتیا له خطر سره مخ شي.
اوس په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د درملنې کابو ټول مرکزونه د امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي دي او ان د افغان جاپان په روغتون کې چې له دغې ناروغۍ د درملنې سترمرکز دی د اومکرون د تشخیص کیټونه شتنون نه لري.
د دغه روغتون مسوولین خبرداری ورکوي او وایي چې د کرونا پېښې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي، که چېرې مالي ملاتړ ونه لرو ښایي ونه شو کړای خلکو ته سم خدمتونه وړاندې کړو.
د کرونا نوې بڼې په خپرېدو سره حالت اوس خراب شوی دی. د همکاریو بندول او د امکاناتو نشتوالی د کرونا د درملنې مرکزونو د تړل کېدو مهم دلیلونه دي.
د خلکو په نطر مرستندوی بنسټونه هم د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره چې د روغتیایي نظام مدیریت کوونکی او یوغیر سیاسي او پالیسي جوړونکی بنسټ دی د خپلو همکاریو د دوام په خاطرسیاسي نظرلري.
نن افغانستان د دې ترڅنګ چې ښه مالي امکانات لری خو د خپلو ملي شتمنیو د کنګل کېدو په دلیل نه شي کولای د خپلو خلکو په ټپونو پټۍ کېږدي.
یو وخت نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیایي نظام ښه ملاتړ کوونکی و؛خو په اوس وخت کې د دغه هېواد خلک د روغتیا په برخه کې په جدی ستونزو اخته دي دغه بانګ د افغانستان د خلکو د شتمنیو په کنګل کولو سره د راتلونکي حالت ننداره او په چوپه خوله زموږ د خلکو د دردونواو کړاونو ننداره کوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په سیاسي نظام کې بدلون راغلی دی نه د دغه هېواد دخلکو په هویت کې .
واقعیت دا دی چې د نړۍ زیات هېوادونه او بنسټونه چې د بشر د حقوقو د ملاتړ شعارونه ورکوي اوس یې د افغانستان خلکوته شاه کړې ده آن چمتو نه دي چې د مرستې او د روغتیایي چلنجونو د لرې کولو په برخه کې د افغانستان له خلکوسره مرسته او همکاري وکړي ستونزه دا ده چې امریکا په اسلامي امارت بندیزونه لګولي او یوشمېر هېوادونه اوسازمانونه د امریکا پیروي کوي.
روغتیایي چلنجونه په افغانستان کې یو تریخ واقعیت دی چې باید له سیاسي ملاحظاتو پرته حل شي. په دې وروستیو وختو کې د ملګروملتوسازمان یوجګپوړي مقام ټینګار کړی چې باید د افغانستان له خلکو سره مرستې له سیاسي ملاحظاتو پرته وي او دا کېدای شي یو ښه انسان دوستانه پیغام وي.
ج-

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته