خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر

په عامه او مقدسه اماکنو کې چاودنې او د عامه تاسيساتو ورانول د هغو کسانو کار دى چې نور د هېواد په سياسي ډګر کې د بقا لپاره هيله نه لري.

د باختراژانس مبصرليکي: پرون د کابل ښار په شپږمه ناحيه هغه هم د ذاکرينو په حلقه کې په چاودنه کې زموږ يوشمير روژتي هېوادوال شهيدان او يو شميرنورټپيان شول.

يوه ورځ وړاندې په مزارشريف ښار کې پر دوو مسافرو وړونکو موټرو کې چاودنې زموږ يوشمير روژتي ملکي هېوادوالو  وينې تويي کړې. دغه پېښې دهغو ډاراچوونکو بريدونو دوام دى چې  په وروستيو ورځو کې په هېواد کې رامنځته شوي دي.

د دغو پېښو ترڅنګ تېره شپه په سالنګ کې دوارداتي برېښنا دوه پايې  د چاوديدونکو توکو په چاودنې سره ويجاړېکړى شوې دي او د کابل او يوشمير ولايتونو د برېښنا پرې شوه.

دغه پېښې ټيک هغه وخت رامنځته کيږي يو شميرهېوادونه هلې ځلې کوي چې داعش په افغانستان کې ستر وښيي، هغه ډله چې په افغانستان کې ځاى نه لري، خو يو شمير ټاکلي هېوادونه غواړي په تبليغاتو سره دغه ډله په افغانستان کې ستر وښي.

د دې ترڅنګ هغه ډلې چې له افغانستان څخه تښتيدلي دي دروان کال په پسرلي کې د يوې بلې جګړې د پيل شعارونه ورکوي . په داسې حال کې چې په هېواد کې فزيکي شتون نه لري او د افغانستان د جغرافيا په کومې سيمې واکمن هم نه دي.

دغه ډلې ټپلې او کړۍ نورخلکو کوم ازرښت نه نلري او نور نه شي کولاى پوحي تحرک اوفعاليت ولري، دوى هلې ځلې کوي چې د څو تنو اجيرانو په استخدامولو سره

په عامه او مقدسه اماکنو کې چاودنې وکړي او يا هم عامه تاسيساتو زيان ورسوي او په خپله ګټه ناوړه تبليغات وکړي.

په داسې حال کې چې هغوى نور د افغانستان په سياسي او پوځي ډګر کې طرحه نه دي او له هغوى څخه دسياسي اغيزمن پوځي حرکت توان اخيستل شوى دى.

خو چاودنو، د خلکو وژل او د عامه تاسيساتو ورانولو ته په لاس پورې کولو سره هلې ځلې کوي چې د ځان په ګټه تبليغات وکړي او ځانونه خلکو ته اغيزمن ځواکونه وښيي.

جاهلانه خبره دا  ده چې په دغه شان اقداماتو سره  په بيلابيلو عنوانونو  سره د خلکو د تقابل په لټه کې دي او په بل اړخ کې له بهرنيو مغرضو هېوادونو څخه مالي امتيازات ترلاسه کړي.

خو دا ډلې ټپلې او مغرضي کړۍ بايد پوه شي چې  تېرو څلورو  لسيزو په بهيرکې زموږ خلکو د پرديو د يرغل له امله زياتې قربانۍ ورکړي دي غواړي چې د سولې او آرامۍ په فضا کې د يو او بل ترڅنګ ژوند وکړي.

اوس دغه شان فضا برابره شوې ده  خو وروستيو پېښو وښودله چې اوس هم پټ لاسونه زموږ د خلکو پر وړاندې د توطيو او د سيسو په لټه کي دي او وروستۍ بيرحمانه وژنې هم د دغو توطيو او د سيسو زيږنده ده. هغه توطيې چې خلک له يو اوبل سره  په تقابل کې ودريږي او د اسلامي امارت پر وړاندې د خلکو ناخوښي رامنځته شي او په هېواد کې ستر ملي ارزښتونه تر اغيزې لاندې ونيول شي او زموږ اسلامي او ديني اخوت ته زيان ورسيږي.

دغه ډلې ټپلې زموږ د خلکو ترمنځ د بد بينۍ او تاوتريخوالي د رواجولو او رامنځته کولو لپاره ملا تړلې ده او په همدې دليل د خلکو وژنې د نژاد، قوم او مذهب  له په پام کې نيولو پرته د يو هدف په توګه چې هماغه د افغانانو ترمنځ د ملي روحيې کمزوري کول دي ، تعقيبوي.

دلته سياسي هوښارتيا طرحه ده  د دې اړتيا ده چې  زموږ خلک  له سياسي موجوده فضا او سياست څخه چې د باثباته افغانستان لپاره د هيلې او امن فضا ده يو موټي شي  او د ملي وحدت ترسيوري لاندې دافغانستان د خلکو او د اسلامي امارت پروړاندې  روانو توطيو ته جدي ځواب ورکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته