خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل / د غوايي ۲۷ مه / باختر

سره له دې چې اسلامي امارت د جګړې او سیاست ګټوونکی دی؛ خو ډيپلوماسي د ستونزو د حل لپاره غوره بولي.

د باختر آژانس مبصر لیکي؛ د اسلامي امارت په بیا بریالیتوب سره د نړۍ یو شمېر هېوادونو د اسلامي امارت او د هغه د مشرانو پر وړاندې دښمنانه دريځ ته دوام ورکړی دی.

د دغو هېوادونو دغه کړنې او غیرمسوولانه دریځونه وو چې د اسلامي امارت د مشرانو نومونه د ملګرو ملتو سازمان، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د یو شمېر نورو هېوادونو په تور لیست کې پاتې دي.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره تېر وختونه  هېر کړي دي او له نړۍ سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دی چې وکولای شي د بیا رغاونې، اقتصادي ودې او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د نورو هېوادونو له ظرفیتونو او تجربو څخه ګټه واخلي، خو له بده مرغه داسې هېوادونه شته چې د اسلامي امارت پر وړاندې په خپلو دښمنانه دریځونو ولاړدي.

د دغه شان دریځونو پر وړاندې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی، هغوی د ستونزو او ناوړه تفاهمونو د حل کولو لپاره ډيپلوماسي غوره ګڼي ، په دې اړوند د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د پاملړنې وړ څرګندونې کړې دي.

ښاغلی حقاني چې د امریکا له خوا د ناوړو دلیلونوله امله ددغو هېوادونود اطلاعاتي سرویسونود لوړ تعقیب کسانوپه لست کې شامل دی د امریکا له یوې تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي ( امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو او په وار وار مو د ډيپلوماسی په اړه خبرې کړې دي) یعنې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره معقول او منطقي چلند انتخاب کړی دی او نور هم هڅوي چې په دې لاره کې ګام واخلي.

نن ډيپلوماسي ، خبرې اترې او تفاهم له ډيرو ستونزو د حل کولو کلي دی په داسې حال کې چې د شخصیتونو د نیولو لپاره د ناوړو لارو چارو او د جایزې د ټاکنې کار نشي کولای موږثبات او معقولې همکاری ته ورسوي.

اسلامي امارت نه یواځې له امریکا سره د ستونزو د حل لپاره چې د ناوړو تفاهماتو زیږنده ده د ډيپلوماسی له لارې د قضیو پرحل کولو ټيڼګارکوي بلکې د افغانانواو د ګاونډیانوترمنځ د بارو د فضا د رامنځته کولولپاره یې هم ډيرکارونه کړي دي، په کورنۍ کچه له افغان شخصیتونوسره د اړیکو د کمېسیون جوړول دي ، اسلامي امارت هلې ځلې کوي له اغیزمنوڅېرو سره د اړیکو په نیولو او د پرانیستي سیاسي فضا د جوړولولپاره چې له باورسره یو ځای وي کار واخلي .

په سیمه ییزاړخ کې اسلامي امارت هلې ځلې کړې دي چې د سیمه ییزو تاوتریخوالو د کمښت لپآره اغیزمن عمل وکړي د پاکستان له دولت سره د خبرو میز ته د پاکستاني طالبانو د تحریک راوړل په سیمه یزه ډیپلوماسی کې د اسلامي امارت د هلوځلو  نتیجه ده.

سره له دې چې اسلامي امارت د جګړې او سیاست د ډګر ګټوونکی دی خو د ثبات ، سولې او امنیت دوام مهمه او بنسټیزه مولفه بولي چې په ټولنه کې له تاوتریخوالي پرته سوله ییزژوند ترویج شي چې دغه کار د خیرغوښتوونکي او سوله غوښتوونکي ډيپلوماسی په چوکاټ کې امکان لري.

اسلامي امارت ددې ترڅنګ چې خپله له هررازجګړې سره مخالف دی د هغو بې بنسټوتبلیغاتومخالف هم دی چې نړیوال په ا فغانستان کې د ډاراچوونکوډلو د فعالیتونو له دوام څخه ویروي او هغوی ددغو وحشتناکوشبکو د ډاراچوونکو په لوموکې بندوي په داسې حال کې چې د ټولو ستونزو د حل لاره ډيپلوماسی او خبرې اترې دي.

ع- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته